د پښتونخوا ۹۰ کلنه حکم بي بي یوه له هغو ښځو ده چې وايي، په ژوند کې يې هېڅکله هم په ټاکنو کې رايه نه ده ورکړې.
مېرمن حکم بي بي ګیله منه ده چې ټول عمر يې په بې وزلۍ کې تېر شوی دی، خو ټاکنو ته نوماندان يې یوازې د ټاکنو پر وخت پوښتنه کوي.
د پاکستان د ټاکنو په تړاو د بي بي سي پښتو تلویزیون، د ځانګړیو رپوټونو په لړۍ کې نن، زموږ د همکارې کوثر اعوان وحید له حکم بي بي سره خبرې کړې دي.