افغانستان د زړو خلګو د ژوند لپاره تر ټولو پاته هیواد دی
نن ټکی آسیا: د الجزیرې وروستی راپور وایی چي وروستۍ څیړنه وايي چي په افغانستان کي زاړه خلګ تر ټولو سخت او مشکل ژوند لري، او افغانستان د زړو خلګو او ښځو لپاره تر ټولو پاته هیواد دی.
د زړو مامورینو تقاعدي معاش 10 ډالره ته په میاشت کي رسیږي، او په هغه کي هم د اکثرو زړو زامن ددې وس نه لري چي خپل پلرونه او مندي د خپل مسکنت له وجي وساتي.
راپور وايي چي له همدې کبله زاړه اړ دي چي خپل د مرګ تر وروستۍ سلګۍ پوري خپل وظیفي او کار ته ادامه ورکړي، او په شاقه او سختو کارونو کي بوخت اوسي.